زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/03/04 - 06:25:4
زيارة: 232
مشاركة مع الـأصدقاء

د طالبانو دوه جګپوړي دفاعي چارواکي د قطر دفاعي نندارتون غونډې ته ورغلي
 د طالبانو دوه جګپوړي دفاعي چارواکي د قطر دفاعي نندارتون غونډې ته ورغلي

انصار: (د کب 14 مه)، د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین الدین فطرت قطر ته سفر کړی.

د طالبانو تر واک لاندې خبري رسنیو ویلي، ښاغلی مجاهد به له قطري چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي او د دغه هېواد د ډیمډکس دفاعي نندارتون په غونډه کې به هم ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت د دوحې په دغه دفاعي او امنیتي نندارتون کې د ګډون لپاره ددغو دوو جګپوړو دفاعي چارواکو د سفر په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.

د ۲۰۲۲ کال جولای لومړیو کې هم د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد قطر ته سفر کړی و او له قطري چارواکو سره یې د طالبانو حکومت د ځواکونو د تنخاوو، یونیفورم، روغتیا، د سرحدونو د ساتنې لپاره د تخنیکي وسایلو او وسایطو په اړه د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

ښاغلي مجاهد ویلي: د پوځ د تنخاوو په اړه مو د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه، ځکه چې قطر یو اسلامي هېواد دی. د یونیفورم جوړلو کې مو همکاري ترې وغوښته.

ملا محمد یعقوب مجاهد له قطر نه تر ستنېدا وروسته ویلي وو، د قطر له امیر سره خبرو کې یې پر امنیتي او د دفاع وزارت اړوندو مسلو مهمې خبرې درلودې.

د سږني اتم ’ډیمډکس’ نندارتون او کنفرانس شعار دی (له سمندري امنیتي پولې هاخوا د راتلونکې لپاره د لارې رڼا کول) چې د مارچ پر څلورمه ( نن د دوشنبې په ورځ) به د قطر د امیر په لاس پرانیستل شي.

د قطر خبري اژانس ویلي، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني به د دوحې نړیوال سمندري دفاع ’ډیمډکس’ نندارتون او کنفرانس- چې سږ کال ورته شعار (له سمندري امنیتي پولې هاخوا د راتلونکې لپاره د لارې رڼا کول) ټاکل شوی- د دوشنبې په ورځ پرانیزي.

دا په خپل ډول کې د ډیمډکس اتم نندارتون دی چې د قطري سرچینو په وینا، په دفاعي او امنیتي چارو کې څه باندې ۲۰۰ نړیوال شرکتونه او ملي متخصصې څېرې به ګډون پکې وکړي.

د یاد نندارتون په اوو بېلابېلو نندارتون ځایونو کې به د وروستیو دفاعي اختراعاتو او ټیکنالوجۍ نندارې جوړې شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30432






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم